د هند یو توپ ویشتونکي د سرېلانکا کولو سیکرا ریکارډ مات کړ

ولید ( خپلواک)

 د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه او سرعت لرونکی توپ ویشتونکی، جیسپریټ بومره په نړیواله کچه نمبر ون باولر شو چې ډېر میډن اورونه یې د خپل کرکټ په تاریخ کې ترسره کړي. دغه ریکارډ وړاندې د سریلانکایي چټک توپ اچونکي، کولوسیکرا سره و. هغه په ۵۸ شل اوریزه میچونو کې شپږ میډن اورونه لرل چې په نړۍ کې یې دغه ریکارډ په خپل نوم ثبت کړې و.

د نیوزیلنډ له پنځو شل اوریزو را وروسته چې هندۍ کرکټ لوبډلې د نیوزیلنډ په کوربتوب ترسره کولي بومره چانس ترلاسه کړ چې د نیوزیلنډ پر واړاندې خپل اورونه میډن ترسره کړې. میډن اور هغه اور ته ویل کیږي چې توپ وهونکی پکي هیڅ کومه منډه ترلاسه نه کړي او شپږ واړه بالونه ویکټ کیپر یا بل د لوبې ډګر ساتونکي ته ورسیږي.

 بومره په پنځوس شل اوریزه میچونو کې وتوانېد چې ۷ اورونه بغېر له کومې منډې تر سره کړي. دوهم مقام بیا د سریلانکایي کولو سیکرا سره دی، دريم مقام بیا د هندې سپینر بالر،هربهجن سینګ،سره دی هغه په ۲۸ میچونو کې پنځه اوورونه بغیر له کومې منډې تر سره کړي. له ده وروسته ایرلنډي ټریټ جانسټن، سریلانکایي، اجنټا مینډیس، پاکستانی محمد عامر، له افغانستان څخه محمد نبي، له اماراتو څخه محمد نوید، په پنځو پنځو میډن اورونو کې دغه ریکارډ له خپل ځان سره لري.