آی سي سي افغان لوبغاړی محمد نبي لومری درجه آلرونډر اعلان کړ

د کرېکټ نړیوالې شورا يا آی سي سي د نوې درجه بندۍ له مخې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پياوړي محمد نبي د نړۍ لومړی درجه الرونډر او بل افغان کرېکټ لوبغاړي مجیب ځدراڼ چې په مجيب الرحمن هم شهرت لري، د دریم غوره توپ اچونکي یا باولر مقام خپل کړی.

د توپوهونکو په ډله کې لومړی ځای هندي لوبغاړي ویراټ کوهلي ، دویم ځای بل هندي لوبغاړي روهیت شرما اخیستی د روان ۲۰۲۰ کال لپاره د کرېکټ د نړیوالې شورا (ای سي سي) د شل اوره کرېکټ لوبو په نوې درجه بندۍ کې هم دوو افغان لوبغاړو لومړي مقامونه خپل کړي دي.
د غوره الرونډرانو په ډله کې دویم ځای د انګلنډ بېن سټوکس او دریم ځای د پاکستان عماد وسیم خپل کړی دی.

د شل اوره (T20I) لوبو د توپ اچونې په ډلبندۍ کې راشد خان د ۷۴۹ پاینټونو (نمرو) په ګټلو لومړی ځای خپل کړی.