په بېګ باش لیګ کې نن یو ځل بیا راشد او محمد نبي د افغانستان نوم وځلوه

ثناء ګل ګلزار

نن د اسټرالیا تجارتي لیګ یا (BBL ) سیالیو په لړ کې نن پر شپږمه سیالي د محمد نبي اړوند ملبورن رېنګېډز لوبډله او د راشد خان اړوند اډلایډ سټرایکرز پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووتله چې په دې سیالۍ کې محمد نبي لوبډلې پر پنځو ویکټو سټرایکرز ته ماتې ورکړه .

په لوبه کې د محمد نبي اړوند ملبورن رینګېډز لوبډلې پچه وګټله او لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه اډلایډ سټرایکرز لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د (۱۷۵) منډو هدف ملبورن ته وټاکه.

په توپ وهنه کې د سټرایکرز لپاره مېټهیو شارټ (۶۲) او جایټ هون ویلس( ۴۲) منډې تر نورو ډېرې جوړې کړې.

د ملبورن لپاره په توپ ااچونه کې ریچارډېشن درې لوبغاړي او همدارنګه افغان الراونډر محمد نبي نه یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

ملبورن رینګېډز لوبډلې ټاکل شوی د (۱۷۵) منډو هدف په (۲۰) م اور کې پوره کړ په توپ وهنه کې ورته ډېرې منډې کریسټین (۴۹) او افغان لوبغاړي محمد نبي پر( ۳۰) توپونو (۴۸) منډې جوړې کړې .

د اډلایډ سټرایکرز لپاره په توپ اچونه کې افغان لوبغاړي راشد خان ترنورو ښه توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي په (۴) اورونو کې (۱۳) منډې ورکړې او دوه مهم لوبغاړي وسوځول.

یاده سیالي د محمد نبي اړوند ملبورن رینګیډز لوبډلې پر پنځو ویکټو د راشد خان لوبډلې سټرایکرز څخه وګټله.