نن ورځ د راشد خان لوبډله د محمد نبي پر وړاندې

عزت الله الفت

ټاکل شوې وه چې نن ورځ به د اسټرالیا په بیګ باش سیالیو کې په زړه پوري لوبه ترسره شي، محمد نبي به د راشد خان پر وړاندې نن ورځ غرمه ۱۲ بجې او 45 دقیقې د لوبې ډګر ته راووځي.

 محمدنبي په تیره لوبه کې د خپلې لوبډلې لپاره ۳۵ منډې جوړي کړي وې او راشد خان بیا په څلورو اورونو کې نولس منډې ورکړي وې او ۳ ویکټې یې ترلاسه کړې وې د لوبې غوره لوبغاړی هم راشد خان نومول شوی و.

د لوبې نور جزیات به وروسته پر لیکه شي.

 د یادونې وړه ده چې د اسټرالیا سوداګریزلیګ چې هر کال په ډېسمبر، جنوري او فبروري میاشتو کې ترسره کېږي.