راشد خان خپله لوبډله د بیګ باش د جدول سر ته وخېژوله

تاند- راشد خان د استرالیا د کرکټ په بیګ باش غوره لیګ کې نن /یکشنبه/ خپله لوبډله ادیلاید سترایکر د جدول سر ته وخېژوله.

پرون محمد نبي د حدول سر ته د خپل ټیم په رسولو کې مهم رول ولوباوه.

راشد خان تراوسه پورې د استرالیا په بیګ باش لیګ کې یو تر ټولو غوره باولر یا توپ اچوونکی ثابت شوی دی.

ده په تېرو ۵ سیالیو کې ۱۰ لویغاړي سوځولي او تر ټولو لږ منډې یې ورکړي.

2راشد په لومړۍ مسابقه کې ۲ لوبغاړي سوځولي او ۲۲ منډې یې ورکړي، په دوهمه کې د ۲۲ منډو په وړاندې ۲، په درېمه کې د ۱۹ منډو په وړاندې ۲، په څلورمه کې د ۱۸ منډو په وړاندې ۲ او نن په پنځمه کې د ۲۱ منډو په وړاندې ۲۱ منډې ورکړي دي.

نننۍ مسابقه د راشد خان لوبډلې ادیلاید سترایکر په ۲۵ منډو له سیډني تندر څخه وګټله.

راشد خان په دې سیالۍ کې نه یوازې ۲ لوبغاړي وسوځول بلکې په ۶ توپونو یې ۱۶ ناسوځېدلې منډې هم وکړې. ده دوې شپږیزې ووهلې.

پرون /شنبه/ محمد نبي د مسابقې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

محمد نبي
محمد نبي

محمد نبي، چې د ملبرن رینګېدز لپاره لوبېږي، ۵۲ منډې وکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه.

دواړه افغان لوبغاړي، راشد خان او محمد نبي د استرالیا د خلکو له لوري زیات تشویق کېږي.

اوس د استرالیا په بیګ باش لیګ کې د راشد خان لوبډله د جدول په سر کې ده، ورپسې د محمد نبي لوبډله ملبرن رینګېډز ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *