بریډ هاج: راشد د اوسني نسل خورا غوره توپ اچوونکی دی

ثناء ګل ګلزار

د اسټرالیایي لوبډلې پخواني ۴۳ کلن ټاپ ارډر یا غوره توپ وهونکي برېډ هاج خپله خوله دا ځل د راشدخان په صفت او ستاینه پرانېسته.

نوموړي ویلي هغه لوبډله به بریالۍ وي، چې راشدخان لري او راشدخا ن یې د نړۍ تر ټولو خورا ښه لوبغاړی بللی دی.

برېډ هاج یادې خبرې په خپل ټوېټر ګڼون لیکلي دي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې راشدخان د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ م کال بېګ باش لیګ په ۶ مه لوبه کې د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې پر وړاندې خورا غوره او د ستاینې وړ توپ اچونه وکړه.

مېلبورن رېنېګډز لوبډله کې د افغانستان بهترینه الراونډر یا کرکټ ټولچاری محمدنبي عیسی خېل لوبېږي او په نړۍ کې د شل اوریزه لوبو غوره افغان بالر بیا د اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې ملاتړی دی.

د بېګ باش لیګ شپږمه لوبه د محمدنبي او راشدخان لاسته راوړنې:
دغه لوبه د افغانستان پر وخت غرمه ۱۲ بجې او ۴۵ دقیقې په اډیلایډ لوبغالي کې پیل شوه. پچه یا ټاس مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې وګاټه او توپ اچونه یې وکړه.

اډیلایډ لوبډلې په توپ وهنه پیل وکړ؛ دې لوبډلې لپاره پیلوونکو یا اوپنر توپ وهونکو چندانې ښه توپ وهنه ونه کړه، ون ډاون توپ وهونکی یې هم ژر وسوځېد.
خو منځنۍ برخه کې متیو شارټ ۶۵ منډې وکړې او جنتن ویلس بیا ۴۲ منډې ترسره کړې.

اډیلایډ لوبډلې د بشپړو شلو اورونو په لوبولو سره پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۷۴ منډې یې جوړې کړې، مېلبورن لوبډلې ته یې ۱۷۵ منډې هدف ورکړ.

افغان ځواکمن الراونډر محمدنبي عیسی خېل په دغې لوبه کې ۳ اورونه ترسره کړل، چې ۲۳ منډې ترې راغلې او یوه وېکټ یې واخېسته؛ نوموړي په ۷ ایکانومي توپ اچونه وکړه، چې شل اوریزو سوداګریزو لوبوکې ښه توپ اچونه ده.

ورپسې د راشدخان د توپ اچونې او د محمدنبي د توپ وهنې پاڼۍ را ورسېده؛ راشدخان په ۴ اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې، ۲ وېکټې یې واخېستې او په ۳ اعشاریه ۲۵ ایکانومي یې توپ اچونه وکړه؛ چې په بېګ باش لیګ کې بې مثاله توپ اچونه ده.

راشدخان په ۴ اورونو کې یوه اضافي منډه هم ور نه کړه او ټول توپونه یې خورا لاین او لېنت سره ترسره کړل.

د محمدنبي او ډانیئل کرېسچېن ملګرتیا او د اډیلایډ ماته:
د محمدنبي او ډانیئل کرېسچین توپاني توپ وهنې مېلبورن رېنېګېډز لوبډله له ماتې وژرغوله او نا ممکنه بریا یې د خپلې لوبډلې لپاره ممکنه کړه.

محمدنبي په ۳۰ توپونو ۴۸ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې ۲ شپږیزې او ۴ څلوریزې پکې شاملې وې.

بل پلو د اسټرالیایي لوبډلې الروانډر ډانېئل کرِسچېن په ۲۷ توپونو د ۵ شپږیزو او ۲ څلوریزو په ملتیا ۴۹ ناسوځېدلې منډې وکړې او دواړو الراونډرانو لوبډله په ۱۹ اعشاریه یو اور کې بریا ته ورسوله.

مېلبورن لوبډلې د راشدخان دوی لوبډلې اډيلایډ سټرایکرز ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه.

محمدنبي او ډانيل کرسچېن د توپ وهنې د ملګرتیا یو ریکارډ هم جوړ کړ، دواړو ۹۷ ناسوځېدلې منډې ملګرتیا وکړه.

د راشدخان غوره توپ اچونه او د هاج صفت:
له دې لوبې وروسته برېډ هاج د راشدخان په صفت پیل وکړ او په خپل ټوېټر کې یې په یوه ټویټ کې راشدخان د نړۍ بهترین لوبغاړی یاد کړ.

برېډ هاج په دغې لوبه کې د راشدخان له توپ اچونې خورا اغېزمن یا متاثره شو او هغه یې د نړۍ بهترین لوبغاړی وباله.

د راشدخان خورا ښې توپ اچونې تېر کال اډیلایډ سټرایکرز لوبډله د بېګ باش لیګ د اووم پړاو په اتلولۍ نازولې وه؛ راشدخان په تېر پړاو کې د ۱۷ وېکټو په اخېستلو سره د ټول لیګ غوره بالر اعلان شوی و.

اډیلایډ لوبډله د راشدخان په شتون کې په داسې حال کې د نومرو په جدول کې پنځم مقام کې ده، چې له خپلې اتلولۍ د دفاع لپاره یې هلې ځلې پیل کړي دي