د بېګ باش سیالېو له لړۍ نن په ۸مه لوبه کې څه پېښ شول؟

راپور: ثناء ګل ګلزار

د سیداني تندر او سیداني سکسرز لوبډلو ترمېنځ لوبه وشوه چی د لوبی پچه (ټاس) سیدانپ تندر لوبډلې وکټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

سیداني تندر لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو۱۶۹ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۰ هدف ورکړ.

سکسرز لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو په پوره ۲۰.۰ اورو کی ۱۴۸ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.
دغه سیالۍ د تندر لوبډلې د ۲۱ مندو په توپیر په خپل نوم کړه.