میچل سويپسن له بریس بین هیټ لوبډ‌لې سره ۳ کلن تړون لاسلیک کړ

ولید خپلواک

د استرالیا هیواد بیګ باش لیګ چې د نړۍ په کچه د هندي آی پي ایل څخه وروسته دوهم لیګ دی چې ګڼ شمېر کورني او بهرني لوبغاړي پکې ګډونوال دي، اوس یې لوبډلې هڅه کوي چې د راتلونکې فصل لپاره خورا ښه لوبغاړي پیدا کړي.
بریس بین هیټ لوبډله چې تراوسه پورې ۹ لوبغاړي له ځانه سره لري، څو ورځې دمخه ورسره رسماً لیګ بریک توپ اچونکې ميچل سويپسن د درې کلونو لپاره د لوبیدو تړون لاسلیک کړ.
میچل سويپسن تراوسه پورې یوه نړیواله شل اوریزه لوبه ترسره کړی، نوموړی به په دې فصل کې د بریسبین هیټ په ګټه ولوبیږي.
د بریس بین هیټ لوبډله اوس مهال ۹ لوبغاړي لري چې پکې یو بهرنی لوبغاړی ټام بینټن، میکس براینټ، جوی بورنز، بین کټینګ، متیو کوهن من، بین لافلین، کریس لاین، جیمي پيرسن او مچیل سویپسن، شامل لوبغاړي دي.

بېګ باش لیګ د نړۍ نوموتی لیګ دی، پر دې نوموتي لیګ کې د نړۍ په کچه پیاوړي لوبغاړي لوبیږي، د افغانستان څخه هم راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن په دې لیګ کې لوبیدونکي لوبغاړي دي.