د دریو راتلونکو پایلوبو چمپیونز لیګ ته کوربه هیوادونه مشخص شول

محمود خان منندوی

د سکای سپورټ په یوه راپور کې چې وړمه ورځ یي خپور کړی دی، د اروپا د اتلانو د لیګ د راتلونکو دریو فصلونو د پایلوبو د کوربه هیوادونه په اړه معلومات خپاره شوي دي. سکای سپورټ په داسې حال کې د چمپیونز لیګ د راتلونکو پایلوبو د کوربه هیوادونو په اړه خبر ورکړی دی، چې تر اوسه دغه خبر رسمي شوی نه دی.

په دې راپور کې سکای سپورټ ویلي دي، چې په 2021م کال کې به د سینټ پیټرزبورګ د ښار کریسټوفسکي ارینا لوبغالی د اروپا د اتلانو د لیګ د پایلوبې کوربه وي.
همدارنګه په 2022م کال کې به د میونیک د ښار د الیانز ارینا لوبغالی د دې معتبره ټورنمنټ د پایلوبې کوربه وي.

د دې راپور په پای کې راغلي دي، چې د اروپا د اتلانو د لیګ د 2023م کال د پایلوبې لپاره د لندن د ښار ویمبلي لوبغالی ټاکل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د اروپا د اتلانو د لیګ د دې فصل پایلوبه د استانبول په اتاترک لوبغالي کې کېږي