د اشرف غني بابا تر نامه لاندې لوبلړ کې مفتي قلعه لوبډلې په خپل کور کې ماته ومنله

راپور: لعل آغا ابراهيمي
اشرف غني بابا ټورنمېنټ تر سر ليک لاندې د کرکټ په ۱۰ اوريزه سيالۍ کې شمشير آباد لوبډلې مفتي قلعه لوبډلې ته په خپل کور کې ماتې ورکړه.
ټاس يا پچه د شمشير آباد لوبډلې لوبډلمشر وګټه او لومړی يې د توپ وهني پرېکړه وکړه چې د شپږ لوبغاړو په زيان يې په ټاکلې ۱۰ اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۲۴ منډو ستر هدف په مخ کې کيښود.
د شمشير آباد لپاره په توپ وهنه کې سليمان خان ۳۲، او ذاکر خان تر ټولو زياتې ۶۴ منډې جوړې کړې.

په دوېم اننګز کې مفتي قلعه لوبډله په دې ونه توانيده چې هدف ته ځان ورسوي او د ۸ لوبغاړو په سوځيدو يې يوازې ۱۱۲ منډې جوړې کړې، چې د دولس منډو په توپير يې ماتې وخوړه.
د يادونې وړ ده چې ياد ټورنمېنټ په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو د استازي الحاج جنرال عبدالمنير تره خېل په مشرۍ او په لغمان کې د دولت جوړونکي ټيم د مرکزي دفتر رئيس عبدالصمد صافي په مالې لګښت جوړ شوی دی چې پکې به شپاړلس محلې لوبډلې ولوبيږي.