هند کرکټ بورډ په کور دننه د سړکونو د خوندیتوب تر نامه لاندې لوبلړ پېلوي

ولید خپلواک

هندوستان کرکټ په پام کې لري چې د خلکو لپاره د سړک د خوندیتوب تر نامه لاندې یو ټورنمینټ تر سره کړې. هندوستان کرکټ بورډ غواړي په خپل هیواد کې د خلکو د خوندیتوب لپاره داسي سیالۍ تر سره کړې چې د سړک څخه باید په کوم وخت کې واوړي او یا ور څخه تېر شي.

 دغه سیالۍ د ان اکاډومې په مالي ملاتړ د سړک د خوندیتوب نړیوال سپانسر تر نامه لاندې ترسره کیږي. دغه ټورنمینټ د پنځه ملي نړیوالو شل اوریزه لوبلړونو څخه دی. په دې لوبلړ کې به د هندوستان په شمول، د استرالیا، سرېلانکا، ویسټ انډیز او سویلي افریقا پخواني لوبغاړي ګډون ولري.

 دا یوه نوې اتحادیه ده چې د انکاډمې تر سرلیک لاندې به د سړکونو د خوندیتوب په اړه پوره معلومات پکې ورکول شي. په دې لوبلړ کې به سچن ټنډولکر، برین لارا، بریټ لي، جونټي روډس، ورینډر سهواګ، تلکارتني دیل شان، او د سویلي افریقا څخه به پکې لوپوړي او مشهوره لوبغاړي هم ولوبیږي. په دغه لوبلړ کې به هر لوبغاړی خبرې کوي چې څنګه له سړک څخه خوندې تیر شو؛ ځکه په هندوستان هیواد کې په هرو څلورو دقیقو کې یو کس وژل کیږي.

 په دغه سیالیو کې به د سړک څخه دتېرېدو اړونده ټول لیکچر د مختلفو لوبغاړو لخوا وړاندې شي. د آر ټي آو رییس ،کونکن رنج ،د انکاډمې مشر، روی ګایکواد، څخه زیاته مننه وکړه چې د سړک د خوندیتوب لپاره یې اړونده د کرکټ لوبلړ په لاره اچولی.