افغان لوبډلې د ټیسټ لوبې په بریا سره تاریخي ریکارډ هم جوړ کړ

د افغانستان ملي لوبډلې د لوبغاړو زيار او خواري اخر دا ورځ هم په موږ وليدله، چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې بريا ترلاسه کړه. د افغان لوبغاړو د ښې لوبې له امله نه يوازې دا چې افغانستان په ټېسټ لوبو کې لومړۍ بريا ترلاسه کړه، بلکې ٦٧ کلن ريکارډ يې هم مات کړ او په ټېسټ کې دريمه لوبډله شوه، چې په خپله دوهمه ټېسټ لوبه کې يې بريا ترلاسه کړه.

همدا راز بيا د افغانستان له خوا رحمت شاه لومړنى لوبغاړى و چې پنځوسيزه يې ووهله، احسان الله جنت بيا لومړنى د پيل توپوهونکى و چې پنځوسيزه يې ووهله، همدا راز حشمت الله شهيدي او اصغر افغان هم پنځوسيزې ووهلې، خو رحمت شاه بيا په دواړو پاڼيو کې پنځوسيزې ووهلې، يعنې په دوه لوبه کې نوموړي دوه پنځوسيزې وهلي دي.

بلخوا راشد خان بيا تر ټولو زياتې ويکټې واخيستې، په دوهمه پاڼۍ کې نوموړي ٥ لوبغاړي وسوځول او په دواړو پاڼيو کې يې بيا ٧ لوبغاړي وسوځول او رحمت شاه بيا لومړنى افغان لوبغاړى شو چې په ټېسټ لوبه کې غوره لوبغاړى ونومول شو.

په خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه کې بريا يوازې د آسټراليا لوبډلې ترلاسه کړې ده، د آسټراليا او انګلستان لومړۍ ټېسټ لوبه په ١٨٧٧ کال کې ترسره شوې وه، چې آسټراليا پکې بريا ترلاسه کړه، خو انګلستان بيا لومړۍ لوبډله وه چې په ١٨٧٧ کال کې يې په دوهمه لوبډله کې بريا ترلاسه کړه، همدا راز پاکستان بيا دوهمه لوبډله وه، چې په خپله دوهمه ټېسټ لوبه کې يې بريا ترلاسه کړې وه او افغانستان اوس په دې لېسټ کې دريمه لوبډله شوه، چې په خپله دوهمه لوبه کې يې بريا ترلاسه کړې ده او همدا راز د آى سي سي يوولسمه لوبډله شوه، چې په ټېسټ لوبه کې يې بريا ترلاسه کړې.

د نړۍ لويو لويو لوبډلو په ټېسټ لوبو کې د بريا لپاره کلونه کلونه انتظار ويستى دى، تر ټولو زيات انتظار بيا د نيوزيلانډ لوبډلې کړى، چې په خپله ٤٥مه ټېسټ لوبه کې يې بريا ترلاسه کړې وه، همدا راز بنګله دېش هېواد په ٣٥مه لوبه کې، هندوستان په ٢٥مه لوبه کې، سريلانکا په ١٤مه لوبه کې، ساوت افريقا په ١٢مه لوبه کې، زمبابوې په ١١مه او ويسټ انډيز په ٦مه لوبه کې لومړۍ بريا ترلاسه کړې

د لومړۍ بريا په برخه کې افغان لوبډلې ډېرې لوبډلې وروسته پرېښودې، همدا راز محمد نبي لومړنى افغان لوبغاړى دى، چې په درې واړه فارمېټونو کې افغانستان خپلې لومړۍ بريا ترلاسه کړې، نو نوموړى پکې و.

ياده دې وي چې په روان کال کې به افغانستان د ټېسټ ٣ نورې لوبې هم کوي، چې لومړى به له زمبابوې، بيا له بنګله دېش او ويسټ انډيز سره لوبې ترسره کړي.

افغان لوبغاړي چې د کرکټ په هر فارمېټ کې لوبېدلي، نوي نوي ريکارډونه يې جوړ کړي دي او نړۍ يې حېرانه کړې ده، همدا راز چې څومره افغان لوبډله لوبې ترسره کوي، برياوې به راوړي او نوي نوي ريکارډونه به جوړوي.

خو که د ټېسټ دې تاريخي بريا په برخه کې د ملي لوبغاړو او د کرکټ بورډ له عمومي رييس او کارکوونکو څخه مننه ونه شي، نو زياتى به وي، ځکه دا د دوى ټولو په شريکه خواري او زيار و، چې افغانانو ته يې دا تاريخي بريا ور په برخه کړه