افغان لوبډلې تاریخ جوړ کړ، له اسټرالیا او پاکستان وروسته په ټیسټ فارمټ کې ۳مه لوبډله شوه

افغان لوبډلي نن تاریخ جوړ کړ او د اسټرالیا او پاکستان وروسته دریمه لوبډله سوه، چي د ټیسټ سیالۍ په دوهمه لوبه کي بریا خپلوي.
افغان لوبډله د نړۍ په سطحه اوسمهال اوله درجه توپ اچوونکي لري.
لکه څنګه چي یې لوبغاړو په شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو کي ریکارډونه مات او جوړ کړل، لیري نه ده، چي په ټیسټ لوبه کي هم د کرکیټ ریکارډونه مات او جوړ کړي.
افغان لوبډلي پخپله دوهمه ټیسټ لوبه کي ایرلینډ ته په ۷ ویکیټو ماته ورکړه او لومړۍ لوبه یې د هند لوبډلي څخه په تېر کال کي بایلوده.
د افغانستان کرکټ بورډ په خپله رسمي فسبوک پاڼه شېبه وړاندې ولیکل:

رحمت شاه د ټیسټ لوبې لومړنی غوره افغان لوبغاړی او د افغانستان تاریخي بریا

د افغانستان اسلامي بانک جام يوازينۍ ټیسټ لوبه چې د هندوستان په دهرادون ښار کې د ملي لوبډلې او ایرلنډ ترمنځ د مارچ میاشتې په ۱۵ نېټه پيل شوې وه په څلورمه ورځ د افغانستان ملي لوبډلې په ګټه پای ته ورسیده.