پاکستان ته له هند وروسته اسټرالیا غم وګرځېده او سیریز یې اسټرالیا ته بایلود

د پاکستان او استرالیا کرکټ لوبډلو ترمنځ د پنځه یو ورځنیو سیالیو لړۍ دریمه لوبه هم استرالیا وګټله چې په دې سره یې سیریز په خپل نوم کړ.

په عربي اماراتو کې د پاکستان په کوربه توب ترسره کېدونکې یو ورځنیو سیالیو دریمه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوه چې استرالیا پاکستان ته د ۸۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او سیریز یې په ۳-۰ په خپل نوم کړ.

په شپنۍ لوبه کې د استرالیا له لورې یو وار بیا لوبډلمشر آرون فینچ په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې ۹۰ منډې یې جوړې کړې، دده سربېره ګلین میکسویل چټکې ۷۱ منډې جوړې کړې او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې پاکستان لوبډلې ته د ۲۶۷ منډو هدف وټاکه.

له دې وړاندې آرون فینچ په دوه پرلپسې سیالیو کې سلیزې ووهلې، نوموړي په لومړۍ لوبه کې ۱۱۶ او په دویمه لوبه کې ۱۵۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې، تر دې مهاله نوموړي په درې سیالیو کې د ۲ سلیزو او یوې نیمه سلیزې په مرسته د ۱۷۹.۵۰ ستر اوسط سره «۳۵۹» منډې جوړې کړې دي.

د ټاکلي هدف په ځواب کې پاکستان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۶ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا امام الحق ۴۰، عمر اکمل ۳۶، شعیب ملک ۳۲ او عماد وسیم ۴۳ منډې جوړې کړې.

د یادونې ده چې په لومړۍ سیالۍ کې استرالیا پاکستان ت د ۸ ویکټو په توپیر، په دویمه سیالۍ کې هم د ۸ ویکټو او په دریمه سیالۍ کې یې د ۸۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.