پاکستان ته له ګاونډ هند وروسته اسټرالیا غم وګرځېده، سر په سر یې ماتوي

راپور: عبدالولي عمري

د اسټرالیا او پاکستان د پنځه یورځنیو لوبو په سیریز کي پاکستانۍ لوبډله پر ملا ماته سوه، دې لوبډلي اسټرالیا ته په غټ هدف ټاکلو خوند تر لاسه کړ، خبره نه وه چې دا خوند به د څو شېبو لپاره وي.
اسټرالیا او پاکستان په شارجه کریکټ لوبغالي کي د سیریز په دوهمه لوبه کي یو د بل پروړاندې ولوبیدل، چې دا لوبیدل د پاکستان په ناکامۍ او د اسټرالیا په کامیابۍ سره پای ته ورسییږي.

دې لوبه کي د لوبې پیل پاکستانۍ لوبډلې وکړ، دې لوبډلي د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۲۸۵ منډې هدف سیالې لوبډلې ته وټاکه.

پاکستان ته محمد رضوان ۱۱۵او شعیب ملک بیا ۶۰ منډې وکړې.
اسټرالیا ته بیا ناتن کولټر – نیل او جای ریچارډسن دوې دوې ویکټي ترلاسه کړې.

په دوهمه توپ وهنه کې د پاکستان د ماتي لامل ارون فینچ او عثمان خواجه وګرځیدل.
دې دواړو توپ وهونکو ۲۰۰ غټه ملګرتیا وکړه، خو ددې ملګرتیا ماتېدل یاسرشاه په غاړه واخیستل چي عثمان خواجه یې پر ۸۸ منډو اوټ کړ، که څه هم ملګرتیا ماته سوه خو بیا پاکستانۍ لوبډلې ته اسټرالیا په ۸ ویکټو ماته ورکړه.

اسټرالیا ته ارون فینچ ۱۵۵ او عثمان خواجه ۸۸ منډي وکړې.
دې لوبه کي ارون فینچ پر پاکستان دوهمه سلیزه ووهله، فینچ په لمړۍ لوبه کي ۱۱۶ او د سیریز په دوهمه لوبه کي یې ۱۵۵ ناسوځیدلي منډې وکړې، دې سره فینچ د خپلو نړیوالو یورځنیو لوبو په جدول کي ۱۳ سمه سلیزه هم اضافه کړه.

ددې لوبې د غوره لوبغاړي ډالۍ د بهتریني توپ وهني په مټ ارون فینچ ته ورکول سوه.

د یادوني وړده چي اسټرالیا ته د یوې لوبي ګټل د سیریز خپلول دي، نو ددې لوبډلو دریمه لوبه د مارچ پر ۲۷ تمه نېټه ترسره کیږي.