د کاناډا په تورنټو کې د راشدخان په نوم اکاډیمي جوړه شوه

تاند- د افغانستان او نړۍ د نامتو کرکټ لوبغاړي راشد خان په نوم د کاناډا د انټاریو ایالت په تورنټو ښار کې د کرکټ لوبې د زده کړې لپاره اکاډیمي جوړه شوه.

په کاناډا کې د راشد خان د اکادمۍ ریئس سهیل مصري خان وویل: دا اکاډمي د راشدخان په مرسته د ټورنټو اونټاریو ایالت کې ددې رجسټریشن د کاناډا کرکټ بورډ سره شوی دی او ددې اکاډمۍ مؤسس راشد خان دی چې د کانډا په ایلیډ ډیویژن لیول کې د اول ځل لپاره د راشد خان په نوم نماینده ګي کوو او په دې مناسبت د ټورنټو په ښار کې یو پروګرام د نوي کال په لومړۍ ورځ جوړه شوې وه، خو دا اکاډمۍ پرانیستغونډه لا هم پاتې ده، موږ غوښتل چې د خان په لارښوونو یوازې د ټيم پرانسته وکړو او د اکاډمۍ پرانیست غونډه لا هم د راشد خان د کرکټ د بوخیتاوو له امله ځنډېلې ده. د یادې اکاډمۍ ریئس زیاتوي: چې د راشد خان راتګ به دې اکاډمۍ ته د یو ورځنېو سیالېو نږدې راتلونکي نړیوال جام نه پس کیږي او خان به خپلې برنامې به د کرکټ اکاډمي او د فوڼدیشن نورې برنامې به خپل راتګ سره بیانوي.

په همدې مناسبت په تورنټو ښار کې یوه غونډه جوړه شوې وه چې په لړ کې یې د راشدخان د اکاډیمۍ  ډېرو غړو اشتراک کړی وو.

Rashid khan, owner
Naweed sayem senior member hashmatullah shahidi senior member and gulbadin naib, sohail Misrikhan president Rashid khan cricket academy Canada.
Academy manager khaiber jan agha
Wais rogh,haji saib carwan, Sharif babak,shoaib Rahman fawad Masoom,mohammad yaqoob,,obaid, haseeb,zaki Abdullah, dawood saib, haji saib fawad, hasmar momand, omid nizak,qais feroz, Nasir Ahmad, Mustafa haidari, Aabad jan. naveed Abdullah. Alkozai saib, , zuwak jan,d, shaiq Shaheen.

د کرکټ په برخه کې د لوبغاړو د روزنې ترڅنګ د دې اکاډیمۍ بل هدف دا دی چې د افغانستان د کرکټ ځلاند ستوري راشد خان ته درناوی څرګند شي.

د اکاډمۍ ریئس ښاغلی سهیل زیاتوي چې راشد خان په نړیوالو میدانونو کې د افغانستان د نوم او بیرغ له هسکولو سره مرسته کړې ده.

دې ټولنې په ځلونو د کرکټ سره سم د والیبال، فوټبال، باسکټبال او کاراتې مسابقو سره هم د لوبو په ترتیب کې د مرستې ژمنه وکړي ده.

په پای کې د یادې اکاډمۍ ریئس سهیل مصري خان له افغان ګوګلي ماسټر راشد خان څخه مننه وکړه چې پر ما یې باور وکړ او دا ستر او دروند مسوولیت زما پر اوږو بار کړ. نوموړي زیاته کړه چې زه ژمنه کوم چې په دې مسوولیت کې به د زړه له خاصه خپل ګران هېواد او راشدخان ته د زړه تله خدمت کوم. سهیل دغه راز له ګلبدین نائب، حشمت الله شهیدي او نوید صائم څخه هم د زړه له تله مننه کوم چې درې واړه د رهبرۍ غړي دي چې ددوی باور به هم ساتم.

هېره دې نه وي چې په کاناډا کې د راشدخان د یادې اکاډمۍ رئیس سهیل مصري خان په کرکټ کې ۱۸ کلنه سابقه تجربه لري.