مجیب ګټونکی شو

راپور ثــناءالله خـــادم­

د هند په غوره لیګ یا آی پي ایل سیالېو په څلورمه لوبه کې د راجستان او کینګز پنجاب ترمنځ سیالي ترسره سوه.
ددۍ سیالۍ ټاس راجستان لوبډلې وګاټه او خپله یې لومړۍ توپ اچونه غوره کړه.

په پنجاب لوبډله کې
ګېل ۷۹، سرفراز ۴۶ او میانک ۲۲ منډې جوړې کړې.
د دوی زیاتو منډو راجستان لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو هدف ورکړ.

راجستان لوبډله کې زیاتې دوه ویکټي سټوک واخیستلې، بل خوا راجستان لوبډله کې زیاتي منډې بیا بیټلر ۶۹، سامسون ۳۰، ریحان ۲۷ او سمیت ۲۰ جوړي کړې.

پنجاب لوبډله کې افغان اف بریک توپ اچونکي مجیب الرحمن اقتصادي توپ اچونه وکړه، نوموړي څلور اوره کې یې د ۳۱ منډو په بدل کې دوه ویکټي واخیستې.
راجپوت څلور آوره کې ۳۳ منډې او دوه ویکټي.
کرن څلور آوره کې ۵۲ منډې او دوه ویکټې ترلاسه کړې.