د کرکټ تنکۍ او ماشومه وسله نادرکه شوې ده، راتلونکی له قریشي هم ډار لري

خان وزیر عابد

د کرکټ تنکی ځوان په راشد خان مشهوره ستوری احمد قریشي چې نږدې( ۱۲) کاله عمر لري نوموړی په ننګرهار کې  د تېر ماښام راهیسې نادرکه شوی دی دې کوچني توپ اچونکي په ښي لاس ورو لېګ بریک راشد خان ته ورته ګوګلي توپ اچونه کوله ویل کېږۍ چې د کرکټ اکیډمۍ څخه د کور په طرف په لار کې نامعلومو کسانو تښتولی دی.

د کورنۍ غړي یې وایې چې پرون  يکشنبه ماښام مهال له کرکټ روزنځای څخه کور ته د تګ پر مهال د ننګرهار-بهسودو قلعه جانان خان سيمه کې نادرکه شوی دی، د نوموړي بيګ او موبایل د دامان تنګي سيمه کې موندل شوی خو دوی لا تر اوسه نه دی ترلاسه کړی.

قریشې ډیر ژر مشهوه شو دی په لېګ سپېنر ګوګلي ماسټر مشهوره دی قریشي په ډېرلږ وخت کې د راشد خان په ډول ګوګلي توپ اچونه پیل کړې ویل کېږي چې په ډیری سیالیو کې دی د مسلکې کرېکټرانو پر وړاندې توپ اچونه هم ترسره کوي چې تر ډیره بریالی دی.

قریشي چې د افغانستان د کرکټ راتلونکی یادېږي له ماښام راهیسې پرې د ټولنیزو رسنیو کارکونکی خواشینی دی دوی له حکومته غواړی چې ژر تر ژره دې د پیداکولو هڅې پیل کړي.

بل پلو  د احمد قریشي کورنۍ بیا له ماښام راهیسې د غم په ټغر ناسته ده خبریال ډاټ کام ته د قریشی ورو وویل چې له ماښامه تر دې ځایه یې په کور کې د غم خبر خپور دی دوی وایې په کور کې د پلار ورونو  نیولې تر موره پورې  د ماښام راهیسې په ژړا دي خبریال ته له ډېره درده ده وویل چې مور یې له ماښام راهیسې څو ځل ناروغه شوې هم ده قریشي د دوی د کورنۍ یو نازولی کوچنی ستوری و)

کوچنی احمد قریشي په کور کې نږدې شپږ ورونه لري چې یوازې همدی د ښوونخۍ ترڅنګ په کرېکټ کې له ډېرې مودې راهیسې  بوخت دی  قریشي په ښی لاس ورو لیګ بریک ګوکلي توپ اچونه کوله دی په ښوونځي کې د اتم ټولګي زده کوونکی  هم دی.

د قریشي د نادرکۍ په اړه د قریشي د کرېکټ همکاران او د کورنۍ غړي غږېدلی دي:

د کوچني احمد ورور عبدالله قریشي نن په بشپړه توګه د خپل ورور د نادرکۍ کیسه داسې وکړه:

عبدالله قریشې:(  احمد زمونږ د ورونو په ډله کې  کوچنی با استعداده ورور دی قریشي د کریکټ سره د ډېرې مینې وروسته په کرېکټ اکیډمۍ کې مونږ شامل کړ دی وړاندې وایې تر اوسه د استعداد له مخې ډېر ښه پر مخ روان و هغه داچې د ملي لوبډلې لوبغاړو هر یو محمد نبي، راشد خان، رحمت شاه، حمید حسن، نجیب ځدران،  او د بورډ غړو ورسره لیدلي و او د د ده  ګوګلی توپ اچونه یې ښه حساب کړې وه دی وایې ملي لوبغاړو زیات تشویق کړی هم دی.

عبدالله وړاندې د تېر ماښام  د دردونکي حالت کیسه راته داسې وکړه احمد پرون مازدیګر د کرېکټ روزنځای ته د تمرین په موخه راغی تر څو خپلو تمریناتو ته دوام ورکړي خو بېرته ماښام د شپږ  نیمو بجو پر مهال مې په خپل لاس له روزنځایه کور ته رخصت کړ خو له نیم ساعت وروسته راپسې له کوره زنګ راهی چې احمد لاهم نه دی راغلی.)

دی وړاندې وایې څو ځل مې احمد ته زنګونه ووهل خو هیچا ځواب رانکړ په وروستیو کې یو نامعلوم شخص د احمد  ټیلیفون ځواب کړ او راته یې وویل  چې د کور څخه څلور کیلومټره وړاندې د بهسودو قلعه جانان خان د غره بېخ تنګي سيمه کې بيګ او موبایل پروت دی خو احمد نشته دی دی وایې دې خبر ټکان راکړ او ټیلیفون بند شو.

د احمد قریشی ورور عبدالله قریشی رسنېو ته په خپلو خبرو کې ویلي وو چې سمدستی مې دوستان او ولایتی اداره په دې پېښه خبره کړه  ترڅو راسره لازمه همکاري وکړي دی وایې ولایتي اداره هم راسره په اړیکه کې ده چې نن له غرمې وروسته به د والي  شامحمود میاخیل سره هم د دې پېښې به اړه له نږدې وګورم.

احمد قریشي د افغانستان راتلونکی راشد خان شمېرل کېږي له همدې امله ټول ولس د ده په له لاسه ورکولو خواشینی دي  دی په ډېر کم عمر کې په زړه پورې توپ اچونه کوي د قریشي توپ اچونه په خپله راشد خان هم لیدلي او پوره ډاډ یې ورکړی دی چې پوره پوره همکاري به ورسره کوي.

احمد قریشي سره د ډېرې مینې او تشویق په موخه د ملي لوبډلې لوبغاړو محمد نبي،راشد خان، حمید حسن، سربېره رحمت شاه هم لیدلی او پوره تشویق کړی دی د قریشي کورنۍ وایې ژر تر ژره دې ولایتی اداره لاس په کار شی دوی په دې ویره کې دي چې قریشی له لاسه ورنکړي دوی وایې د پېښې عاملین دې ونیول شي او سخته سزا دې ورکړل شي تر څو نور ولس هم له دې بد بختیو خلاس شي

د سپین غر کرېکټ اکیډمۍ لوبغاړي او عام ولس په قریشي سخت خواشینی دي دوی وایې چې  د ننګرهار ولایت له امنیتي مسوولینو په کلکه غوښتنه کوو چې د کرکټ د تکړه لوبغاړي احمد قریشي په پيدا کولو کې دې پوره پوره  همکاري وکړي.

د یادونې وړده چې له دې وړاندې په کابل کې هم یوه کوچنۍ ماشومه د مهسا په نوم اختطاف شوې وه چې وروسته د پیسو د نه ورکولو له امله اختطاف چیانو هغه ووژله د قریشي کورنۍ هم په دې ویره کې دي چې  چې د پیسو د غوښتلو په  بدل کې ونه وژني.