د کرکټ نړیوالې شورا ( ICC) په تازه رنګېنګ کي افغان لوبډله مخکښه ده

سید ادریس ولي زاده

افغانستان د ۹۳ نمرو سره د شل اورېزو لوبو په درجه بندۍ کې اتم او د ۶۴ نمرو سره د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لسم مقام کې قرار لري.

د شل اورېزو لوبو د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې کېڼ لاسي بریدګر حضرت الله ځاځي د ۷۱۸ نمرو سره شپږم دی.

د شل اورېزو لوبو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې راشد ارمان د ۷۸۰ نمرو سره لومړی او محمد نبي د ۶۲۸ نمرو سره ۱۵م مقام کې قرار لري.

د یو ورځنیو لوبو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې راشد ارمان د ۷۴۷ نمرو سره درېیم او مجیب ځدران د ۶۷۸ نمرو سره نهم مقام کې ځاي لري.

د شل اورېزو لوبو د الرونډرانو په درجه بندۍ کې محمد نبي د ۳۳۰ نمرو سره درېیم دی.

د یو ورځنیو لوبو د الرونډرانو په درجه بندۍ کې راشد ارمان د ۳۵۶ نمرو سره لومړی او محمد نبي د ۳۲۹ نمرو سره درېیم مقام کې قرار لري.