راپور: ثناګل ګلزار

***

د هندوستان او استراليا لوبډلو ترمنځ د څلورو ټيسټ سياليو سيريز کې هند لوبډلې په دوه-يو بريا خپله کړه.
دا د هند لوبډلې په تاريخ کې لومړی وار دې چې په استراليا کې ددوی په کوربه توب د ټيسټ سيريز کې بريا خپلوي.

د هند لوبډلې مشري ويرات کوهلي کوي چې په خپله يو نامتو او مسووليت اخيستونکی لوبغاړی دی، نوموړي په دغې بريا خوښي ښکاره کړې او دا يې د هند لوبډلې لپاره يو تاريخي بريا وبلله.
په دغه سيالۍ کې هند لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، د چيتشور پوجارا «۱۹۳» او ريشاب پانټ «۱۵۹» منډو په مرسته يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو «۶۲۲» منډې جوړې کړې او استراليا ته يې پاڼۍ وسپارله.
د سوکه توپ اچونکي کولديو يادو پنځه ويکټو يې استراليا لوبډله تر «۳۰۰» منډو محدود کړه چې له هند څخه «۳۲۲» منډې شاته شول، او دوی ته فالو آن (بيا توپوهنه) ورکړل شو، چې د ورښت له کبله يوازې د ۴ اورونو لوبېدلو وروسته لوبه په پنځمه ورځ مساوي پاي ته ورسېده.
له دې وړاندې هند لوبډلې په لومړۍ او دريمه سيالۍ کې بريا خپله کړې وه، چې دا يې په کرېکټ تاريخ کې د استراليا په ځمکه لومړی ټيسټ سيريز بريا وه.
پاتې دې نه وي چې چيتشور پوجارا په درې سليزو او «۵۲۱» منډو سره د لوبې او سيريز دواړو غوره لوبغاړي جايزه وګټله.