افغانستان بنګله‌ دېش ته په یوازینۍ ټیسټ سیالۍ کې تاریخي ماتې ورکړه

شیبه وړاندې د افغانستان او بنگله‌ دېش ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې افغانستان له لومړي ورځې څخه برلاسی و، خو د څلورمې ورځې او د پنځمې ورځې باران افغانستان لپاره په جدي ستونزه بدله شوه، خو راشد خان پیاوړې توپ اچونې سره لوبه د افغانستان په بریا پای ته ورسوله.

د لوبې پچه افغانستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه. افغانستان خپل لومړی وار توپ وهنې کې د یو شمېر توپ وهونکو پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۱۷ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۴۲ منډې جوړې کړې. افغانستان لپاره رحمت شاه په ۱۸۷ توپونو د لسو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۱۰۲، اصغر افغان په ۱۷۴ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۹۲، راشد خان په ۶۱ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۱ او افسر ځاځی په ۱۱۵ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۱ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

بنگله‌ دېش لپاره تیج الاسلام ۴، شکېب الحسن او نعیم حسن دوه دوه او مهدي حسن او محمودالله یوه یوه وېکېټه واخیسته. بنگله‌ دېش خپل لومړی وار توپ وهنې کې د مومن الحق او مصدق حسین توپ وهنې په مرسته ۷۰٫۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۵ منډې جوړې کړې. بنگله‌ دېش لپاره مصدق حسین په ۸۲ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزو په مرسته ۴۸ ناسوځېدلې منډې او مومن الحق په ۷۱ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۵۲ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

افغانستان لپاره راشد خان ۵، محمد نبي درې او یمین احمدزی او قیس احمد یوه یوه وېکېټه واخیسته. افغانستان خپل دوهم وار توپ وهنې کې د ابراهیم ځدران، اصغر افغان او افسر ځاځی غوره توپ وهنې په مرسته ۹۰٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۰ منډې جوړې کړې. افغانستان لپاره دوهم وار توپ وهنې کې ابراهیم ځدران په ۲۰۸ توپونو د شپږو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۸۷، اصغر افغان په ۱۰۸ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۰ او افسر ځاځی په ۱۱۰ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۸ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره ښه وځلېدل. بنگله‌ دېش لپاره شکېب الحسن ۳ او مهدي حسن، تیج الاسلام او نعیم حسن دوه دوه وېکېټې واخیستې.

بنگله‌دېش خپل دوهم وار توپ وهنه د ۳۹۸ منډو ستر هدف په تعقیب پیل کړه، خو د لوبې له پیل څخه يي په پرلپسې توگه مهمې وېکېټې له لاسه ورکړې. د لوبې د څلورمې ورځې د پای او د پنځمې ورځې د پیل پرلپسې بارانونه د بنگله‌دېش په گټه او د افغانستان په زیان وه، خو د پرلپسې بارانونو سربېره د راشد خان پیاوړې توپ اچونه دغه لوبه د افغانستان په بریا پای ته ورسوله. بنگله‌ دېش یو ځل بیا د افغانستان پیاوړې توپ اچونې په وړاندې بې وسه ثابت شو او ۶۱٫۴ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۷۳ منډې جوړې کړې او د ۲۲۴ منډو په ستر توپیر يي ماتې وخوړه. بنگله‌ دېش لپاره دوهم وار توپ وهنې کې شکېب الحسن په ۵۴ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۴ او شادمان اسلام په ۱۱۴ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۱ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ثابت شول.

افغانستان لپاره راشد خان یو ځل بیا پیاوړې او لوبه گټونکې توپ اچونه وکړه او د بنگله‌دېش ۶ مهم لوبغاړي يي له مخې لرې کړل. ظاهر خان ۳ او محمد نبي یوه وېکېټه واخیسته.