د فرانسې فوټبال د میاشتو ځنډ وروسته کورونا سره مخه ښه اعلان کړه

ولید ( خپلواک )

 په پام کې ده چې د فرانسې دریدلي لیګونه یو ځل بیا د مینوالو پر مخ د راتلونکې جولای په ۱۱ نېټه پرانیستل شي.

د فرانسې مشهوره لیګ اول او دوهم فصل د اپریل په میاشت کې فسخ شوې و.

په اپریل کې لومړي وزیر ایډورډ فیلیپ تر سيپټمبره پورې هر ډول ورزشي سیالۍ بندې کړي وي. اوس تازه د فرانسي حکومت اعلان کړی چې د نوموړي هیواد دریدلی لیګ به یو ځل بیا د ۵۰۰۰ مينوالو په شتون کې پیل شي.

دغه هیواد په اپریل میاشت کې د کرونا ویروس له امله خپلې ټولې ورزشي سیالۍ ځنډولي وي، اوس د کرونا د کمښت له وجې بیرته ټول ورزشي لوبغالې پرانیستل کيږي او ټول د فوټبال مینوال یې لیدو ته ورتللی شي.

فرانسه د فوټبال نوموتي او غښتلي لوبغاړي لري چې په کور دننه او بهر یې ګڼ شمېر مینه وال خپل کړي دي.