مکس ټیلو منچسټر یونایټیډ سره تړون وغځاوه، نور هم شته

محمود خان منندوی

تر هغه یوه میاشت وروسته چې د منچسټر یونایټیډ کلب ۲۰ کلن دفاعي لوبغاړي مکس ټیلو د خصیې سرطان ته ماته ورکړه، د دې کلب سره یې خپل قراراداد یو بل کال هم وغځاوه.

رسمي: د سینټ ایټین دفاعي لوبغاړی ویلیام سالیبا په ۵ کلن قرارداد د ارسنال سره یو ځای شو. هغه به راتلونکی فصل په قرضي توګه په سینټ ایټین کې ولوبیږي.

سکای سپورټ: د زیاتو خبرو سربیره بیا هم د لیسبون مرکزي لوبغاړي برونو فرنانډز د منچسټر یونایټیډ سره یو ځای کېدو ته علاقه نه ده ښکاره کړې.

 د ایټالیا یوه مشهوره خبریال ویلي دي، چې پاریس سېنټ جرمن و نیمار ته د ۵ کلن قرارداد وړاندیز کړی دی او که نیمار یې ومني، نو د یو کال دندې په بدل کې به ورته ۳۸ میلیونه یورو معاش ورکړي.

احمد صلاح تر رونالډو او میسي غوره لوبغاړی ځکه دی چې د ګول سایټ په قول چې رونالډو د کوښښ او میسي د استعداد سمبول دی.

د ۲۰۰۳ زیږدیز کال په دې ورځ، د ډورټمنډ ګول ساتونکی ینس لمن د ارسنال سره یو ځای شو او په لومړي فصل کې یې د ارسنال سره د غوره لیګ اتلولي په داسي حال کې وګټله، چې هیڅ ماته یي هم ونه خوړه.

د کالچو مرکاټو د خبر پر اساس، یوونټوس غواړي د یو کال په ۵ میلیونه یورو معاش ورکولو سره سبایوس را ونیسي.

د بایرن میونیک دفاعي لوبغاړي لوکاس هرنانډز د اکیپ سره مرکه کې وویل، چې فکر کوي د چمپیونز لیګ د دې فصل پای ته رسول ناممکنه دي.