سبا د جولای پر ۱۱ مه نېټه به د فرانسې د ټولو فوټبال لوبغالو پرانېسته وشي
ولید ( خپلواک )
په پام کې ده چې د فرانسې دریدلي لیګونه یو ځل بیا د مینوالو پر مخ به سبا د جولای په ۱۱ نېټه پرانیستل شي.
د فرانسې مشهوره لیګ اول او دوهم فصل د اپریل په میاشت کې فسخ شوې و.
په اپریل کې لومړي وزیر ایډورډ فیلیپ تر سيپټمبره پورې هر ډول ورزشي سیالۍ بندې کړي وي. اوس تازه د فرانسي حکومت اعلان کړی چې د نوموړي هیواد دریدلی لیګ به یو ځل بیا د ۵۰۰۰ مينوالو په شتون کې پیل شي.
دغه هیواد په اپریل میاشت کې د کرونا ویروس له امله خپلې ټولې ورزشي سیالۍ ځنډولي وي، اوس د کرونا د کمښت له وجې بیرته ټول ورزشي لوبغالې پرانیستل کيږي او ټول د فوټبال مینوال یې لیدو ته ورتللی شي.
فرانسه د فوټبال نوموتي او غښتلي لوبغاړي لري چې په کور دننه او بهر یې ګڼ شمېر مینه وال خپل کړي دي.