د فرانسې فوټبال فدراسیون: ممکن د جون پر ‍۱۷مه د سیالیو پېل ته اجازه ورکړو

د فرانسې د فوټبال فدراسیون ویلي، تمه ده چې دوی خپلې سیالۍ د جون په ۱۷مه پیل کړي او د جولای په ۲۵مې نېټه‌یې پای ته ورسوي. دا سیالۍ باید وړاندې ترسره شوی وای، خو د کورونا وایروس اغېز وځنډولې.

تېرو څو میاشتو کې له محدود شمېر سټېډیمونو پرته نور ټول ستېډیمونه او لوبغالي خالي وو، اوس به فوټبال، ټېنس، کرکټ او یو شمېر نورې لوبې بېرته پيل شي؛ خو ګڼ شمېر محدودیتونه به هم ورسره مل وي.

روسیه د هغو هېوادونو له ډلې ده چې د فوټبال لوبې نندارچیانو ته به اجازه ورکوي، هغه هم تر هغې کچې چې د ستډیوم ظرفیت وي.

ډنمارک د تېرې مې میاشتې په وروستیو کې د فوټبال لیګ پیل کړ، خو مینه ‌والو ته‌یې د یوه لوی سکرین له لارې د مجازي نندارې زمینه برابره کړې وه.

د انګلستان پریمیر لیګ به د جون په ۱۷مه پیل شي، خو مینه‌وال یې له نږدې د نندارې اجازه نه‌لري.

د دغه لیګ ټولې ۹۲ سیالۍ به په ژوندۍ بڼه له رسنیو خپرېږي.