د ایټالیا د فوټبال سیالۍ به د جون په ۲۰مه پيل شي

تېرو څو میاشتو کې له محدود شمېر سټېډیمونو پرته نور ټول ستېډیمونه او لوبغالي خالي وو، اوس به فوټبال، ټېنس، کرکټ او یو شمېر نورې لوبې بېرته پيل شي؛ خو ګڼ شمېر محدودیتونه به هم ورسره مل وي.

روسیه د هغو هېوادونو له ډلې ده چې د فوټبال لوبې نندارچیانو ته به اجازه ورکوي، هغه هم تر هغې کچې چې د ستډیوم ظرفیت وي.

ډنمارک د تېرې مې میاشتې په وروستیو کې د فوټبال لیګ پیل کړ، خو مینه ‌والو ته‌یې د یوه لوی سکرین له لارې د مجازي نندارې زمینه برابره کړې وه.

د انګلستان پریمیر لیګ به د جون په ۱۷مه پیل شي، خو مینه‌وال یې له نږدې د نندارې اجازه نه‌لري.

د دغه لیګ ټولې ۹۲ سیالۍ به په ژوندۍ بڼه له رسنیو خپرېږي.

د جرمني بوندسلیګا لیګ په اروپا کې د فوټبال لومړنۍ لویې سیالۍ وې چې د تېرې مې میاشتې په ۱۶مه پیل شوې، دا لیګ د مارچ له ۱۳مې نېټې را په دې خوا ځنډېدلی و.

دغه سیالۍ په تشو میدانونو کې ترسره کېږي، لوبغاړي یې ګوښه کې ساتل کېږي او د کرونا ویروس معاینې یې کېږي.

د اسپانیا له شور او زوږه ډک د لالیګا لیګ به د جون په ۱۱مه پیل شي، داسې چې هره ورځ به یوازې یوه سیالۍ ترسره کېږي.

د لالیګا یوه لوبډله نه‌شي کولای چې تر ۷۲ ساعتونو یا درې ورځو پورې دوهمه سیالۍ ترسره کړي.

په ایټالیا کې به هم د فوتبال سیالۍ چې د تېرې مارچ میاشتې په نهمه ځنډېدلې وې، د جون په ۲۰مه پیل شي.

د فرانسې د فوټبال فدراسیون ویلي، تمه ده چې دوی خپلې سیالۍ د جون په ۱۷مه پیل کړي او د جولای په ۲۵مې نېټه‌یې پای ته ورسوي.

د سږ کال د مارچ له پيله د نورو لوبو ترڅنګ د کرکټ سیالۍ هم ولاړې وې، خو اوس‌یې د بیا پیل نښې نښانې ښکاري.

له دې ډلې د پاکستان د کرکټ یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، سږ کال اوړی له انګلستان سره درې ټسټ او درې ۲۰ اوریزې لوبې پلانوي.

د المپیک نړیوالې کمېټې او د جاپان حکومت په یوه بې‌ساري ګام کې د توکیو المپیکي سیالۍ یو کال وځنډولې.