ریال ماډریډ ته ګریټ بېل له ۴ میاشتو وروسته ګول ترسره کړ

محمود خان منندوی

ګریټ بیل د ۲۰۱۹ میلادي کال د سپټمبر راهیسې د لومړي ځل له پاره تېره شپه د ریال ماډریډ له پاره تر ۱۴۳ورځو وروسته ګول وواهه.  هغه په دې سیالۍ کې ټپ او له لوبې بهر هم شو. د نوموړي د ټپ په اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو داسې ښکاري چې ممکن راتلونکي سیالۍ له لاسه ورکړي.

دغه راز د مارکا او کاډینا سیر د راپورونو پر اساس، سبایوس په ارسنال کې د خپل حالت څخه راضي نه دی او د دې کلب له مسؤلینو څخه یې غوښتنه کړې ده، تر څو د ده قرضي قرارداد لغوه اعلان کړي.

 سبایوس د نیم فصل له پاره د یو داسې کلب په لټه کې دی، چې هغه کلب نوموړي ته د لوبېدو ډېر وخت ورکړي.

په ورته وخت کې د سالامانکا روزونکی لواسس د ریال ماډریډ پر وړاندې تر پرونۍ لوبې وروسته:  زه د ریال ماډریډ د ترکیب په لیدو حیران شوم او په دې پوه شوم، چې هغوی موږ ته درناوی لري. د لواسس موخه د ډېرو ګولونو ترسره کول وو.   نوموړی زیاتوي چې زیدان دا ثابته کړه چې نوموړی یو ښاغلی دی، ځکه نوموړي له یوه ښه ترکیب څخه یي ګټه اخیستې ده.

بل خوا بیا ویکټور موزس له چیلسي څخه د اینټر میلان سره یو ځای شو.

او په چمپیونز لیګ کې بیا د لیسټر سیټي کلب د برخې اخیستو له پاره ۱۴ نمرو ته اړتیا لري.