ریال ماډریډ ۸ ورځې وروسته خپل تمرینات پیلوي، نور هم شته

محمود خان منندوی

ریا ماډریډ کلاب اعلان کړه چې دوی به ۸ ورځې وروسته د خپل کلب تمرینات پېل کړي. دې کلب پوره دوې میاشتې دمه وکړه.

ګازټا:  که چېرې د سیري اې ځنډېدلې لوبې بیرته پېل شي، نو د ایټالیا د حذفي جام د نیمه پایلوبې د راتګ پړاو لوبې او پایلوبې ترسره کولو ته وخت نه پاتې کېږي، چې دا لوبې به د بل فصل پېل ته پاتې شي.

پیډرو او ګوټزي چې د دې فصل په پای کې یې د خپلو کلبونو څخه د جلا کېدو خبر یقیني شوی دی، د روما کلب پام ور اوښتی دی.

 د اسې میلان کلب د ساتني او صحي برخې ۲۰ زره بستې هغو مینوالو ته ورکړي دي، چې عمرونه یي لوړ او د اسې میلان د دې فصل د لوبو ټکټونه یي رانیولي وو.

ډيلي میل: ارسنال د خپلي حملې کرښي د قوي کولو له پاره په راتلونکي دوبي کې د ولورهمپټن د پرټګالي لوبغاړي ډیوګو ژوټا د رانیولو له پاره اقدام کوي.

د اټلانټا لوبغاړي یوزیپ ایلیچیچ چي تېره اوونۍ یي پر والنیسا په کوم توپ پوکر وکړ، هغه یي د کرونا وایروس سره د مبارزې او د ډاکټرانو د درنښت له امله د برګامو روغتون ته ځانګړی ورکړ.

د ټاټنهام او لیپیزیګ د تېري اوونۍ د لوبي پر وخت د ټاټنهام د فاعي لوبغاړي فرټونګن پر کور او کورنۍ وسله لرونکو غلو حمله کړې وه.