نوموتي فوټبالر مسوت اوزیل په رمضان میاشت کې یو خیریه بنسټ سره ۸۰ زره یورو مرسته اعلان کړه، نور هم شته

محمود خان منندوی

د نړۍ نوموتی فوټبالر مسوت اوزیل  د ترکیې د هلال احمر خیریه بنسټ سره د روژې په مبارکه میاشت کي د خوړو د تیارولو په خاطر ۸۰ زره یورو مرسته وکړه. د نوموړي دې بې ساري اقدام ته هرکلی شوی دی.

روما راتلونکې اوونۍ د صحي لارښوونو مطابق تمرینات پیلوي.

 رومیو اګرسټي: یوونټوس خپل بهرني لوبغاړي ایټالیا ته غوښتي دي.

 مونډو ډیپورټیوو: د بارسلونا د راتلونکي فصل لومړی لباس اوسمهال د بارسلون ښار په پلورنځیو کې خرڅېږي.

 سکای سپورټ: سټرلینګ به د پوما کمپنۍ سره د سپانسر لس کلن قرارداد د ۱۱۳ میلیونه یورو په ارزښت لاسلیک کړي.

کاټلونیا راډیو: د بارسلونا سره د سواریز اوسنی قرارداد تر ۲۰۲۱م کال پورې اعتبار لري، خو که هغه د راتلونکي فصل په ۶۰ سلنه لوبو کې ولوبیږي، نو قرارداد به یي تر ۲۰۲۲م کال پورې په اتومات شکل وغځیږي.

 رسمي: د اسې میلان ځوان دفاعي لوبغاړي ګابیا د دې کلب سره خپل قرارداد تر ۲۰۲۴م کال پورې وغځاوه.

د الجزایر ملي لوبډلي روزونکی جمال بلماضي غواړي د زین الدین زیدان زوی لوکا زیدان ملي لوبډلې ته د ګول ساتوونکي د پوسټ له پاره دعوت کړي.