ګرییزمان له سره صلیب سره زرګونه یورو مرسته وکړه، نور هم شته
محمود خان منندوی
ګرییزمان د پوګبا او عثمان ډیمبیلي په همکارۍ یوه کمپیوټري لوبه په لاره اچولې وه، نوموړي له دې سیالۍ وروسته ۲۹۲۰۰ یورو راټولې کړې او سره صلیب ته یې د دې لپاره حواله کړې چې ناچاره کورنېو ته یې وویشي.
د بلیچر ریپورټ سره د منچسټر سیټي کلب پرټګالي لوبغاړي برنارډو سیلوا وویل: د ملي لوبډلي د واټساپ په ګروپ کې د دې کار لومړۍ نظریه کریسټیانو رونالډو وړاندې کړه.
رونالډو خپل د ملي لوبډلې کپتان دی، چې ډېرو ویاړونو او بریاوو ته یي دغه لوبډله رسولې ده.
د انګلستان د مسلکي فوټبالرانو اتحادیې (PFA) د غوره لیګ حاضرو لوبغاړو ته یو لیک لېږلی دی او غوښتنه یي ور څخه کړې ده، چې د کرونا په دوران کې د خپلو کلبونو سره د معاشاتو په کمښت کي توافق وکړي. بل لور ته بیا د انیسټا کورنۍ ۲۰ بستره او څو طبي دستګاوي د هسپانیا هیواد یوه روغتون ته په واک کې ورکړل.
یوه هسپانوي کارپوه ویلي دي، که د کرونا وایروس واکسین کشف نه شي، چې راتلونکو ۱۸ میاشتو کې یي احتمال لږ دی، نو د لالیګا د راتلونکي فصل سیالۍ به هم بې له تماشاچیانو ترسره شي او په دې سره به د کلبونو ۲۰ سلنه عاید کم شي.
د دې تر څنګ هسپانیا کې هغه کاروبارونه چې د فوټبال څخه عاید لري، ممکن له منځه ولاړ شي.