وسلي فوفانا د سینټ ایټین کلب سره خپل قرارداد وغځاوه، نور هم شته

محمود خان منندوی

د سینټ ایټین کلب لوبغاړي وسلي فوفانا په یوه جالبه او عجیبه شکل د خپل قرارداد غځولو اعلان وکړ. دې کلب په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې لویز سواریز په دې ورځ، د لیورپول – چیلسي په لوبه کې او برانیسلاو ایوانوویچ ته غاښ ور ولګاوه، چي لس لوبې محروم اعلان شو.

اینټر میلان د کونټي سره د دې فصل په ۱۳ سرو لوبو کې ګولونه لګولي دي. دا ددې کلب په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې دا کلب په هرو ۱۳ لومړیو لوبو کې د نوي روزونکي تر نظر لاندې د ګول په لګولو سره بریالی شوی دی.

د ساوهمپټن کلب لوبغاړو تېره جمعه د لیسټر سیټي څخه ۹-۰ ماته وخوړه او د هغې ورځې ټول حقوق یي یوه خیریه بنیاد ته ورکړل.

لپارزین: په ژمنیو نقل او انتقالاتو کې د یوونټوس ایټالیوی دفاعي لوبغاړی ماټیا ډشیلیو د پاریس سېنټ جرمن لومړی هدف دی.

ډون بالون:  د دوبي په نقل او انتقالاتو کې د ریال ماډریډ اصلي هدف ساډیو ماني دی، خو دا لوبغاړي د دې کلب څخه د جلا کېدو سره هیڅ علاقه نه ده ښودلې.

لوکاکو په داسې حال کې په سیر اې کې تر لسمې اوونۍ اووه ګولونه پوره کړل، چې تېر فصل یي د منچسټر یونایټیډ لپاره په نیم فصل کي شپږ ګولونه لګولي وو.