انگلنډ د ویسټ اندیز خلاف خپله ۳۰ کسیزه لوبډله اعلان کړه

ذکریا ذکي

د انګلستان او ويلز کرکټ بورډ د هغو ۳۰ لوبغاړو نوملړ خپور کړ، چې د ويسټ انډيز لوبډلې پر وړاندې د سياليو لپاره د تياريو په موخه به په تمريناتي کيمپ کې برخه اخلي.

دغه لوبډله له ۵۵ لوبغاړو څخه تر درې ورځې تمريناتي سياليو وروسته د غوراوي ډلګۍ او روزونکي په خوښه غوره شوې، چې د جولای په لومړۍ نېټه به ترې د ويسټ انډيز پر وړاندې د لومړۍ سيالۍ لپاره سکواډ اعلان شي.

د انګلنډ کرکټ بورډ له لورې په اعلان شوي نوملړ کې د معين علي، جيمز انډرسن، جوفرارچر، بريسټو،براډ، بيس، جيمز بريسي، بټلر، کراولي، سام کرن، ډينلي، بين فوکیس، ليويس، جينينګ، لاورينس، جک ليچ، ثاقب محمود، کريګ اورټن، جيمز اورټن، متيو پارکينسن، پاپي، رابينسن، جيو روټ، بين سټوکس، ډوم سيبلي، مارک ووډ، جيمز ووکس، امر او اولي سټون نومونه شامل دي.

انګلستان کرکټ ملي لوبډله له ويسټ انډيز ملي لوبډلې سره د جولای په اتمه د ټیسټ سياليو لوبلړۍ پيلوي، چې ويسټ انډيز لوبډله له وړاندې ياد هېواد ته ورغلې او تر ۱۴ورځو به هلته قرنطین وي.