د استراليا پر وړاندې د نيوزيلنډ پښه يو ځل بيا وښويده
وليد خپلواك
استراليا کرکټ ملي لوبډله چې په خپل کور یا هيواد کې هیڅ کومې لوبډلې ته په اسانۍ نه تسلیمیږي، نو لامل یې همدا دى چې مسلسلې بریاوې هم ترلاسه کوي.
د استراليا او نیو زيلنډ ترمنځ دوهمه ټیسټ لوبه هم د استراليا په ګټه پای ته ورسیده، په دوهمه ټیسټ لوبه کې نیوزيلنډ ټاس وګاټه او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
استراليا لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۴۶۷ منډې وکړې؛ داستراليا لپاره په توپ وهنه کې (ټریوز هيډ) ۱۱۴ ( سټيون سمیت) ۸۵ او ټيم ۷۹ منډې ترلاسه کړې.
نیوزيلنډ د استراليایي باولرانو پر وړاندې ډیر مقاومت ونه شو کړی او خپله ټوله لوبډله یې په ۱۴۸ منډو کې له لاسه ورکړه.
پټ کومېنس د استراليا لپاره ۵ او جیمز بیا درې ویکټې واخیستې.
دوهمه پاڼۍ کې استراليا خپل ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۶۸ منډې یې وکړې.
مېلمنه لوبډله نیوزيلنډ چې کله د ډیرو منډو کولو په موخه میدان ته راښکته شوه؛ یو ځل بیا یې پښه وښویده او ټوله لوبډله يې په ۲۱۰ منډو کې له لاسه ورکړه.
کوربه استراليا لوبډلې په یو ستر توپیر له نیوزيلنډ څخه ماته وخوړه ، یاده دې وې چې لومړۍ سیالي هم د استراليا په ګټه پای ته رسیدلې وه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به درېيمه ټیسټ لوبه د راتلونکې ۲۰۲۰ م کال د جنورۍ په درېيمه نېټه پېل شي.