جوسټين لانګر: د استراليا سره د هندوستان په سفر کې ملګری نه یم

ولید خپلواک

 استر اليا کرکټ ملي لوبډله چې په دې ورستېو کې د پام وړ سیالۍ وګټلې او په هر فارمټ کې یې زیا ت پرمختګونه وکړل لاهم دغه لړۍ جاري ساتي.

 جوسټين لانګر چې د استراليا کرکټ معاون روزونکی دی نه غواړي په راتلونکی کې د استراليا کرکټ لوبډلې سر دهندوستان په سفر کې ملګری پاتي شي.

 لانګر غواړي استراحت وکړي او پر ځای یې (انډریو مکډونلډ) باید دغه دنده ترسره کړي.

 لانګر لا تر اوسه پورې د استراليا کرکټ بورډ او لوبډلې سره دا نه ده واضع کړې چې دی عمومي خپله دنده خوشي کوي.

 هغه غواړي استراحت وکړي ځکه ډېر ستړی او ستومانه دی.

 دا په دریو کلونو کې لومړی ځل دی چې یو سرپرست روزونکی به د آسی اړخ رهبري کوي .

 هغه د انډريو په اړه وویل:

 (( دا یو ښه روزونکی دی د لوبې هر اړخيزه فکر لري ارون فینچ د دي په راوستلو کې ډېر زخمت ووېست، دا دومره ښه کوچ دی چې مونږ یې فکر هم نه کوو.  هغه ښه پلان جوړونکی دی او شاید د استراليا لپاره ډېر ګټور تمام شي . ))

 لانګر دا ونه ویل چې ایا د استراحت ورسته به بیا لوبډلې ته راشي او کنه؛ خو اوس لپاره یې سرپرست روزونکي انډریو ته دغه دنده پريښې ده.