احمد شاه پکتین په لومړي ځل په نړیوال جام کې لوبڅاري کوي

 افغان کرکټ بورډ په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د افغانستان لوبڅار احمد شاه پکتین به د لومړي افغان په حیث د نولس کلنو په راتلونکي نړیوال جام کې لوبڅاري ترسره کړي.

 د افغانستان کرکټ بورډ په یو خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د نولس کلنو په راتلونکي نړیوال جام کې به د لومړي ځل لپاره افغان لوبڅار احمد شاه پکتین لوبڅاري ترسره کړي

 د نولس کلنو نړیوال جام چې د راتلونکې جنورۍ میاشتې په ۱۷ نېټه پیلیږي او د فبرورۍ تر نهمې نټې پورې به دوام پیدا کړي،چې د نړۍ د نورو مشهور لوبڅارانو ترڅنګ به افغان لوبڅار احمد شاه پکتین هم د یو شمیر لوبو لوبڅار وکړي.

 کرکټ بورډ دا هم ویلي، چې پکتین افریقا ته تللی، او له نورو لوبڅارانو سره یو ځای شوی دی.

 افغان کرکټ لوبډله چې په دې سیالیو کې ګډون لري، او خپله لوبډله یې هم له وړاندې دې سیالیو ته علان کړې، خپلې ګروپي لوبې به د جنوبي افریقا متحد عربي امارتو او کاناډا په خلاف ترسره کړي.