بنګله دېش له زیمبابوې سره په مارچ میاشت کې سیالۍ نه کوي
ولید (خپلواک)
بنګله دیش کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د زیمبابوې سره په مارچ کې سیریز نه ترسره کوي. د بنګله دیش کرکټ بورډ اعلان وکړ چې راتلونکي سیریز د مارچ میاشتې پرځای په فبرورۍ کې کوي ؛ ځکه دوی په راتلونکی میاشت کې د آسیا الیون او ورلډ الیون ترمنځ د شل اوریزو لوبو کوربتوب له امله د فبرورۍ په میاشت کې د بنګله دیش د لومړي ولسمشر شیخ مجیب الرحمن د زوکړې کلیزې په مناسبت دغه سفر لغوه کړ.
ټاکل شوی وه چې بنګله دیش کرکټ لوبډله په مارچ میاشت کې د زیمبابوې کوربتوب وکړي، خو بیرته یې خبر ورکړ چې دوی په دغه نېټه د لوبو کولو لپاره اماده نه دي.
بل پلو د دغې پرېکړې پر وړاندې خلکو غبرګون وښود چې ګوندې دا سفر له دی امله لغوه شو چې بنګله دیش پاکستان ته سفر کوي.
خو د بنګله دیش کرکټ بورډ اجراییوي ریس (نظام الدین چودرې) وویل د سفر لغوه کیدل د پاکستان سره دلوبو کولو هيڅ کوم تړاو نه لري او دا ډول اوازې بلکل غلطې دي.