نيوزيلنډ په ټيسټ سیالۍ کې د انګلنډ کوربتوب ته ونه کتل او ماتې یې ورکړه

انګلنډۍ لوبډلې نیوزیلنډ ته په خپل سفر کې تاوان وکړ او له کوربه نیوزیلنډ لوبډلې یې په لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې ماته وخوړه.

دغه سیالي د نومبر په ۲۱مه نېټه پېل شوې وه چې بېګاه یې پای وموند او نیوزیلنډ پکې خپل بری ثابت کړ.

د نیوزیلنډ لپاره جا راوال په ۵۸ توپونو ۱۹ منډې، ویلیمسن په ۸۵ توپونو ۵۱ منډې، واټلینګ په ۴۷۳ توپونو ۲۰۵ منډې، ګرانډ هوم ۶۵ او سانټور ۱۲۶ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې بیا نیوزیلنډۍ لوبډله کې ارچر یوه ویکټه، کیورن ۳، لیچ ۲، سټوک ۲ او جي روټ بیا یوه ویکټ ترلاسه کړه.

نیوزیلنډ او انګلنډ د کرکټ دوه پیاوړې لوبډلې دي چې د نړۍ په ټاپ ټېن لوبډلو کې مخکښان دي او د دواړو لوبډلو لوبغاړي یې د نړۍ په بېلابېلو تجارتي او پرمختللو لیګونو کې هم لوبیدلي دي.