ډېر امکان شته چې نیکولو بارلا  یوه میاشت له سیالېو بهر شي، نور هم شته

محمود خان منندوی

رسمي: د اینټر میلان کلب اعلان کړه، چې د دې کلب د مرکزي لوبغاړي نیکولو بارلا زنګنونه باید تر جراحي عملیاتو لاندې ونیول شي، چې کیدای شي یوه میاشت له لوبو لیري اوسي.

د منچسټر سیټي روزونکي پیپ ګوارډیولا تائید کړه، چې پرونۍ لوبه کې اګویرو زخمي شوی دی او د څو اوونیو لپاره نه شي لوبیدلی.

جیمز وارډ پروسي تېره شپه پر ارسنال تر ګول لګولو وروسته د کریسټیانو رونالډو د ګول د خوشحالۍ لمانځلو په ډول خپل د ګول خوشحالي ولمانځله.

د 2015 کال د مۍ 23مه:  مارټین اوډګارډ د رونالډو پر ځای لوبي ته داخل شو او لومړۍ لوبه یې د ذخیره لوبغاړي په توګه په سانټیاګو بیرنابیو کې د ریال ماډریډ لپاره وکړه.

کریم بنزما د لالیګا د دې فصل لومړی لوبغاړی شو، چې د ګولونو تعداد یي دوه برابره شو:

 12 لوبي | 10 ګولونه

 د 2019 کال د نومبر 23مه: مارټین اوډګارډ دوهمه لوبه په سانټیاګو بیرنابیو کې وکړه، خو دا ځل د ریال سوسیډاډ لپاره د قرضي لوبغاړي په توګه.

هغه لوبغاړي چي د اروپا په 5 معتبره لیګونو کي یي په هر لیګ کې دا فصل تر نورو لوبغاړو ژر 10 ګولونه لګولي دي:

 روبرټ لیوانډوسکي

 ایموبیلي

جیمي وارډي

 موسی ډیمبلي

 کریم بنزما