نیمار په چمپیونز لیګ کې له درې سیالېو محروم دی، دا او ډېر نور لنډ خبرونه

محمود خان منندوی

نیمار درې لوبي په چمپیونز لیګ کي محروم دی او که په پاریس سېنټ جرمن کې پاتې شي، د ریال ماډریډ پر وړاندې په کورنۍ لوبه کې نه شي لوبیدای.
امباپي هم زخمی دی او دې لوبي ته یي رسیدل په شک کې دي، خو کاواني جوړیږي.
رسمي: هسپانیا د فارو جزیرې او رومانیا پر وړاندې د لوبو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.
رسمي: د اینټر میلان او بشیکټاش پخوانی چیلیایی مرکزي لوبغاړی ګری مډل د بولونیا سره یو ځای شو.

نن د ریال ماډریډ لوبغاړو تر تمریناتو مخکې یوه دقیقه چوپتیا د انریکي د 9 کلنې لور د مړه کېدو په خاطر اختیار کړه.
د یوونټوس پخوانی لوبغاړی پاول نډوډ نن 47 کلن شو.

مارکو رویس: د ډورټمنډ لوبغاړو غوښتل چې د بارسلونا سره مخامخ شي او همداسې وشوه.
ډورټمنډ او بارسلونا تر اوسه یو ځل سره مخامخ شوي دي.
د اروپا سوپر کپ 1997م کال، د تګ لوبه 1-1 مساوي شوه او د راتګ پړاو لوبه بارسلونا 2-0 وګټله.
کریسټیانو رونالډو: هغوی چې زه یي نه خوښېږم، بیا به مې هم پر دې ځای ویني.