روح الله حکیمي

په زابل کې د اوو ولایتونو ترمنځ د سولې تر نامه لاندې د کرکټ په پیل شویو شل اوریزو سیالیو کې نن جمعه سهار کندهار په خپله دوهمه لوبه کې هرات ته ماتې ورکړه

د کندهار او هرات تر منځ ننۍ سیالي د کلات ښار په همرا لوبغالي کې ترسره شوه چې ټاس یې هرات وګټلو او کندهار ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، د کندهار لوبډلې توپوهونکو له پیله تر پایه چټکه او بریدګره توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه او د ټاکل شویو ۲۰ اورونو په لوبولو سره یې د هرات لوبډلې ته ۲۰۶ منډې هدف ورکړ.

د کندهار لپاره تر ټولو زیاتې ۶۰ منډې جاوید احمد نظري وکړې او 25 منډې باچا خان هم ترسره کړې، د هرات لپاره احمدولي ښه توپ اچونه ترسره کړه او د کندهار دوه لوبغاړي یې وسوځل.

په دوهمه پاڼۍ کې هرات د کندهار له لوري د ورکړل شوي هدف د پوره کولو په تکل توپوهنه پیل کړه چې په اول سر کې یې خپل مخکښ لوبغاړي له لاسه ورکړل او د هدف په پوره کولو کې ناتوانه شول په پوره 20 شلو اورونو کې د ۷ ویکټو په سوځېدو سره ۱۷۳ منډې ترسره کړې او لوبه یې د 33 منډو په تو پیر باندې پر کندهار باندې وبایلوله.

د هرات لپاره فیض الله ۷۹ او عمران ۳۰ منډې ترسره کړې، او د کندهار لپاره خیال محمد ۴ او سمیع الله ۳ویکټې ترلاسه کړې.

د نننۍ لوبې غوره لوبغاړي جاوید نظري اعلان شو چې د کندهار لپاره یې ۶۰ منډې ترسره کړې وې.