د فوټبال له نړۍ وروستي خبرونه

محمود خان منندوی

الیکسیس سانچز د اروپا د پنځو معتبره لیګونو په سطحه یوازینی لوبغاړی دی، چې په لالیګا، سیر اې او د انګلستان په غوره لیګ یي هټریکونه یي کړي دي.

د اروپا لیګ لوبډلې په څلورو برخو کې سره ځای پر ځای شوې. نن یې د ګروپي پړاو پچه اچونه کېږي.

د اروپا لیګ د 2019/20 فصل د ګروپي پړاو پچه اچونه وشوه.
هالنډ د جرمني او ایسټونیا پر وړاندې د لوبو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.
بلجیم د رومانیا او سکاټلنډ پر وړاندې د لوبو له پاره خپله لوبډله اعلان کړه.
رسمي: د لیسټر سیټي انګلستاني مرکزي لوبغاړي حمزه چاوډري د دې کلب سره خپل قرارداد تر 2023م کال پوري وغځاوه.
د منچستر یونایټیډ انګلستانی دفاعي لوبغاړی کریس سمالینګ د روما سره د یو ځای کېدو په موخه د روما ښار ته ورسید.

رسمي: ایډین هازارډ د اروپا لیګ د 2018/19 فصل غوره لوبغاړی انتخاب شو.