استراليايى پيټر سيډل له نړیوال کرکټ مخه ښه اخلي

ولید (خپلواک)

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک سرعت لرونکی باولر (پيټر سيډل) له نړیوال کرکټ څخه استعفا کوي.

سيډل د استرالیا لپاره ۱۱ کاله نړیوال کرکټ وکړ او له ۱۱ کلن کرکټ ورسته یې تقاعد اعلان کړ، پيټر چې په ټیسټ لوبو کې یې ځانګړی شهرت لري، د استرالیا کرکټ لوبډلې لپاره یې ۶۷ ټیسټ لوبې ترسره کړي.
نوموړي د استراليا لپاره په دغو ټیسټ لوبو کې ۲۲۱ ویکټې هم ترلاسه کړي.

سيډل خپله ورستۍ ټیسټ لوبه د انګلستان خلاف نندارې ته وړاندې کړه.

پيټر سیډل وړمه ورځ د ډیسمبر په ۲۹ نیټه د فاکس کرکټ، ته وویل: ((ما د استراليا لپاره ۶۷ ټیسټ لوبې کړي او دا زما لپاره ډیره خوشالونکي خبره ده، خو د کرکټ تقاعد به زما لپاره ډیر خواشینونکې وي، سیډل وایي مونږ چې نورو باولرانو ته وخت ورکړو، ډیره ښه نتیجه ورکوي او دا د ټولو استرالویانو لپاره غوره خبره ده.))

پیټر سیډل په ۱۹۸۴ م کال د ویکټوریا په ښار کې د نومبر په ۲۵ نیټه زیږدلی دی او ۳۵ کاله عمر لري.

د استرالیا لپاره یې په ۲۰۰۸ م کال کې لومړۍ ټیسټ لوبه د هندوستان خلاف او خپله ورستۍ لوبه یې د انګلستان پر وړاندې په ۲۰۱۹ م کال کې ترسره کړه.

استرالیا کرکټ ملي لوبډله د تیزو توپ اچوونکو سره کومه ستونزه نه لري، ځکه دوی لاهم د میچل سټارک، پټ کومېنس، جوش هزلیووډ او دويو ته ورته نور چټک توپ اچوونکي په خپله لوبډله کې له ځانه سره لري.