انګلنډ کمزورې توپوهنه وکړه، ځکه خو جنوبي افریقا ته تسلیمه شوه

د سویلي افریقا او انګلنډ ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه د سویلي افریقا بریا سره پای ته ورسېده. دغې لوبې کې انګلنډ د کمزورې توپ وهنې له امله په ۱۰۷ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه انګلنډ وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه. سویلي افریقا خپل لومړی وار توپ وهنې کې ۸۴٫۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ډیکاک غوره توپ وهنې په مرسته ۲۸۴ منډې جوړې کړې. سویلي افریقا لپاره کوېنټن ډیکاک په ۱۲۸ توپونو د څوارلسو څلوریزو په مرسته ۹۵ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو. انګلنډ لپاره براډ او سم کرن څلور څلور او انډرسن او ارچر یوه یوه وېکېټه واخیسته.

انګلنډ هم خپل لومړی وار توپ وهنې کې کمزورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۵۳٫۲ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۸۱ منډې جوړې کړې. انګلنډ لپاره لومړی وار توپ وهنې کې ډنلي په ۱۱۱ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۵۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

سویلي افریقا لپاره فېلنډر ۴، ربادا ۳، نورټېيي ۲ او پرېټوریوس یوه وېکېټه واخیسته. سویلي افریقا خپل دوهم وار توپ وهنې کې د ونډر ډوسن نیمه سلیزې په مرسته ۶۱٫۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۷۲ منډې جوړې کړې.

سویلي افریقا لپاره دوهم وار توپ وهنې کې ونډر ډوسن په ۶۷ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۵۱، فېلېنډر په ۶۸ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۶ او نورټېيي په ۸۹ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

انګلنډ لپاره ارچر ۵، سټوکس ۲ او انډرسن، براډ او سم کرن یوه یوه وېکېټه واخیسته. انګلنډ خپل دوهم وار توپ وهنه د ۳۷۶ منډو هدف په تعقیب پیل کړه، خو ۹۳ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۸ منډې جوړې کړې او په ۱۰۷ منډو يي ماتې وخوړه.

انګلنډ لپاره دوهم وار توپ وهنې کې برنز په ۱۵۴ توپونو د یولسو څلوریزو په مرسته ۸۴ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

سویلي افریقا لپاره رباډا ۴، نورټېيي ۳، مهاراج ۲ او پرېټوریس یوه وېکېټه واخیسته.