د جنوبي افریقا سوداګریز لیګ پایلوبه راکس لوبډلې وګټله

د سویلي افریقا د مزنسي سوپر لیگ پایلوبه د سپارټنز او راکس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې دغې لوبې کې د راکس لوبډلې د هېنري ډېوېډس پیاوړې توپ وهنې پر مټ په ۸ وېکېټو بریا خپله کړه او د دغو سیالیو اتلولي يي وگټله.

د لوبې پچه د راکس لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه. سپارټنز لوبډلې ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ډي وېلییرز نیمه سلیزې په مرسته ۱۴۷ منډې جوړې کړې او راکس لوبډلې ته يي د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.

سپارټنز لوبډلې لپاره ډي وېلییرز په ۳۷ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۱ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو. راکس لوبډلې لپاره شمسي او اوډانا دوه دوه او منگرو یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د راکس لوبډلې ۱۴٫۲ اورونو کې یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د هېنري ډېوېډس او پرېټوریوس پیاوړې او چټکې توپ وهنې په مرسته ۱۴۸ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په اتو وېکېټو وگټله.

راکس لوبډلې لپاره هېنري ډېوېډس په یوازې ۴۴ توپونو د اتو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۷۷ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه وکړه. پرېټوریوس هم په یوازې ۲۱ توپونو د یوې څلوریزې او څلورو شپږیزو په مرسته ۴۳ منډو جوړولو سره پیاوړې او چټکه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.