نن ۱ بجه هند د ویسټ انډيز پر وړاندې، نورې لوبې هم شته

کرکټ: ټاکل شوې نن چهارشنبه د پلازمېنې کابل پروخت د ماسپښین یوه بجه د هند او یسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلو تر منځ دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شي. ویسټ انډيز هندوستان ته سفر کړی او نن به ددې لوبلړۍ په پایښت کې دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

ددې لوبلړ لومړۍ سیالي ویسټ انډيز ګټلې وه او هند ته یې پکې په ۸ ویکټو ستره ماتې ورکړې وه.

فوټبال: انګلستان، اتحادیې جام، کواټر فاینل پړاو:
ایورټون – لیسټر سیټي | د شپې 12:15 بجې
اکسفورډ یونایټیډ – منچسټر سیټي | د شپې 12:15 بجې
منچسټر یونایټډ – کلچسټر یونایټیډ | د شپې 12:30 بجې

بونډسلیګا، شپاړلسمه اوونۍ:
فرایبورګ – بایرن میونیک | د شپې 12:00 بجې

د نړۍ والو کلبونو جام، نیمه پایلوبه:
لیورپول – مونټیریري | د شپې 10:00 بجې

سیر اې، اوولسمه اوونۍ:
سمپډوریا – یوونټوس | د شپې 10:25 بجې

فرانسه، حذفي جام، یو پر اتم پړاو:
لي مینس – پاریس سېنټ جرمن | د شپې 12:35 بجې