د بېګ باش سوداګریز لیګ لومړۍ سیالي برېسبېن هیټ لوبډلې وګټله

د اسټرالیا سوداګریز کرکټ لېګ چې په بیګ باش شهرت لري، په کال ۲۰۱۱ کې پېل شوی چې تر اوسه پایښت لري.

ددې سوداګریز کرکټ لیګ د نهم پړاو لوبو پرانېسته وړمه ورځ/سه شنبه/  د ډېسمبر په ۱۷ مه نېټه وشوه، دې لیګ کې اته لوبډلې لوبېږي، چې پنځه افغان لوبغاړي پکې هم اخېستل شوي دي.
بېګ باش کرکټ لیګ د پنځه افغان لوبغاړو په شتون کې د سه شنبې په ورځ د ډېسمبر په ۱۷ مه نېټه پیل شو، دې لیګ کې لومړۍ لوبه د برېسبېن هیټ او سېډني تندر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

په برېسبېن لوبډله کې مجیب الرحمن او ظاهرخان پکتین اخېستل شوي دي. تندر لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبډلمشر کالم فرګوسن د ۷۳ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۷۲ منډې وکړې.

ظاهرخان پکتین په ۴ اورونوکې ۲۷ منډې ورکړې او د وېکټې په اخېستلو بریالی نه شو. هیټ لوبډلې په ۱۹ اعشاریه ۲ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۳ منډې وکړې او لوبه ترې سېډني تندر لوبډلې په ۲۹ منډو وګټله. د لوبې غوره لوبغاړی کالم فرګوسن ونومول شو.
نن غرمه دولس بجې او ۴۰ دقیقې سېډني سېکسرز لوبډله د پېرت سکارچرز لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.