د بنګله دېش غوره لیګ کې شپږمه سیالي کومېلا واري یرز وګټله

د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ شپږمه لوبه د (کومېلا واري یرز) او (ډاکه پلاټون) لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې مجیب الرحمن پکې په زړه پورې توپ اچونه وکړه.
د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ کې پرون دوه افغان لوبغاړو شتون درلود، چې د راج شاهي ټیم لوبه وګټله او دغه لوبډله په جدول کې لومړۍ شوه.
ځاځی پرونۍ لوبه کې په صفر وسوځېد.

ورپسې ماښام پنځه نیمې بجې د لیګ شپږمه لوبه د (کومېلا واري یرز) او (ډاکه پلاټون) لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
پلاټون لوبډلې د تمیم اقبال د ۷۴ منډو په مرسته ۱۸۰ منډې وکړې.
مجیب الرحمن ۴ اورونوکې ۱۵ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته.
کومېلا لوبډلې دا لوبه په ۲۰ منډو وبایلله او مجیب الرحمن دې ماته وخوړه.
نن غرمه دولس بجې رنګپور رېنجرز لوبډله، چې محمدنبي عیسی خېل او شهزاد محمدي ورسره لوبېږي، د چټوګرام لوبډلې پر وړاندې او ماښام پنځه بجې د نوین الحق دې اړوند سېلهېټ تندر لوبډله د ډاکه پلاټون لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ښکته کېږي.