د بنګله دېش تجارتي لیګ ۱۱مه سیالي کومېلا واري یرز لوبډلې وګټله

د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ په دوام ۱۱ مه لوبه د کومېلا واریرز او رنګپور رېنجرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې کومېلا پکې بری خپل کړ.
د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ کې د مجیب الرحمن اړوند لوبډلې کومېلا واري یرز د محمدنبي اړوند لوبډلې رنګپور رېنجرز ته ماته ورکړه.

محمدنبي عیسی خېل چې د رنګپور لوبډلې لوبډلمشر دی، دا یې تر دې دمه درېیمه پرله پسې ماته ده.

رنګپور لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونوکې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د شهزاد محمدي د ۶۱ چټکو منډو په مرسته ۱۸۱ منډې وکړې.
محمدنبي عیسی خېل د مجیب الرحمن له خوا په ۲۶ منډو کلین بولډ شو او شهزاد په ۲۷ توپونو د ۴ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته ۶۱ منډې وکړې.

کومېلا لوبډلې هدف په ۱۹ اعشاریه ۴ اورونوکې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او رنګپور لوبډلې ته یې په ۶ وېکټو ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی ډېوېډ مېلن وپېژندل شو.
د نومرو په جدول کې رنګپور لوبډله وروستی ځای لري.