د ډسمبر په ۱۱مه د بنګله دېش سوداګریزې سیالۍ پېلیږي

د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ یا بي پي ایل، چې د کرکټ لیګونو په منځ کې یو له معتبرو کرکټ لیګونو دی؛ اووم پړاو یې د ډېسمبر په ۱۱ مه نېټه د ۷ لوبډلو په ګډون پېلېدونکی دی.
د بنګله دېش سوداګریز لیګ چې هر کال د ژمي په موسم کې ترسره کېږي، سږ کال یې اووم پړاو د پیل په درشل کې دی، په دې لیګ کې اووه لوبډلې شاملې دي، چې په اووه لوبډلو کې اووه افغان لوبغاړي هم اخېستل شوي دي.
نجیب الله ځدران او رحمان الله ګُربز په کولنا ټایګرز لوبډله کې، افغان ځوان او هوښیار توپ اچوونکی مجیب الرحمن په کومېلا وېکټورینز لوبډله کې، د شپږیزو افغان پاچا حضرت الله ځاځی په راج شاهي رویالز لوبډله کې، محمدنبي عیسی خېل په رنګپور رېنجرز لوبډله کې، شفیق الله شفق او نوین الحق بیا په سېلهېټ تندر لوبډله کې اخېستل شوي دي.

محمدنبي عیسی خېل چې په شل اوریزو لوبو درجه بندۍ کې لومړی نمبر الراونډر دی، په اووم پړاو بي پي ایل کې د رنګپور رېنجرز لوبډلې لوبډلمشر هم ټاکل شوی دی.
تېر کال حضرت الله ځاځي په یوه لوبه کې د راج شاهي کېنګز لوبډلې پر وړاندې ۷۸ چټکې منډې کړې وې، چې هسکې شپږیزې او چټکې څلوریزې پکې شاملې وې؛ سږ کال یو ځل بیا د لوبډلو مالکان د افغان لوبغاړو مثبتې کارکرده ګۍ ته سترګې په لار دي.
د بنګله دېش سوداګریز کرټ لیګ د ډېسمبرپه ۱۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ پېلېږي او د ۲۰۲۰ م کال د جنوري په ۱۷ مه نېټه پای ته رسېږي.
دې کرکټ لیګ کې ټولې ۴۶ لوبې کېږي، چې شا او خوا ۳۸ ورځې به دوام وکړي