نن نیمه شپه د الکلاسيکو د تاريخ ۱۷۹ مه سیالۍ کیږي

سمیع سیرت

 په تيرو ۱۷۸ لوبو کې د ريال او بارسلونا برياوې د يو بل پر وړاندې مساوي دي. ترسره شوو سياليو کې ۷۲ ريال مادرید، ۷۲ بارسلونا ګټلي او ۳۴ يې مساوي شوي دي.

 د نن شپې لوبه د بارسلونا په کوربتوب په نيوکمپ لوبغالي کي ترسره کيږي.

 وخت د شپې ۱۱:۳۰

یاده دې وي چې د نيو کمپ لوبغالی د هسپانیا د مشهور کلب بارسلونا لوبغالی دی چي د اروپا په سطحه له ټولو لوی لوبغالی شمېرل کېږي.

 دغه لوبغالی په یو وخت کې  د ۹۹۳۵۴ کسانو د ځايولو ظرفيت لري.